د قرارداد ترسره کېدو خبرتيا !

موضوع: د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د ميوند تدريسي روغتون اړتیا وړ(ډېزل تېلو) پروژې قرارداد ترسره کېدل.
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د میوند تدريسي روغتون ریاست په پام کې لري، چې د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د ميوند تدريسي روغتون اړتیا وړ(ډېزل تېلو) پروژه د هارون بلال لوژستيکي خدمتونو شرکت ته په (۲۷۲۰۰۰۰) دوه میليونه او دوه اویا زره افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.