د فراه لوړو زده کړو مؤسسې غوره څېړونکي او ممتاز محصلین د یوې ناستې په ترڅ کې وستایل.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۹:۵۵
dfgdf

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنې او علمي مجلې او د فرهنګي او نشراتي کمېټې په هڅو او نوښت  جوړه شوې ناسته کې د دې مؤسسې د ممتازو او غوره څېړونکو محصلینو کارونه او څېړنې وستایل شوې.
په یاده ناسته کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مفتي نعمت الله انصاري وویل: «چې زموږ د نن ورځې محصلینو د سبا ورځې علمي کادرونه او متخصصین دي، چې همدوی به دا هېواد ودانوي او راتلونکی به یې ټاکي.»
 نوموړي د دا ډول تشویقي پروګرامونو له جوړولو خوښي څرکنده کړه او د محصلنو هڅې یې وستایلې. 
وروسته د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې، کرنې او اقتصاد پوهځینو رئیس صاحبانو په خپل وار سره د علم پر ارزښت خبرې وکړې او د علم په برخه کې یې محصلین لا ډېرو هڅو ته وهڅول. 
د یادولو وړ ده چې د ناستې په پای کې د یادې مؤسسې د مشرتابه له لوري ممتازو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS