د تړون کولو عامه خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري  چې د څلور مرکزي پوهنتونونو او پنځو ولایتونو پوهنتونونو د آنلاین ټولګیو ترسره کولو لپاره د IT د تجهیزاتو د تهیه او تدارک پروژې تړون په ۶ لاټو کې د نظر عمري  لوژستیکې خدماتي شرکت سره وکړي چې د (D-79852)  جواز نمبر لري او د صدارت څلور لارې، جاوید مارکېټ، کابل افغانستان کې موقعیت لري. د څلورو مرکزي پوهنتونونو د لومړي لاټ لپاره (۷۹۸۴۰۰۰) اووه میلیونه او نهه سوه او څلور اتیا زره افغانۍ، د دویم لاټ لپاره (د کندهار پوهنتون) (۱۹۹۶۰۰۰) یو میلیون او نهه سوه او شپږ نوي زره افغانۍ، د درېیم لاټ لپاره (هرات پوهنتون) ( ۱۹۹۶۰۰۰) یو میلیون او نهه سوه او شپږ نوي زره افغانۍ، د څلورم لاټ لپاره (ننګرهار پوهنتون) ( ۱۹۹۶۰۰۰) یو میلیون او نهه سوه او شپږ نوي زره افغانۍ، د پنځم لاټ لپاره (بلخ پوهنتون) ( ۱۹۹۶۰۰۰) یو میلیون او نهه سوه او شپږ نوي زره افغانۍ، د شپږم لاټ لپاره (خوست پوهنتون) ( ۱۹۹۶۰۰۰) یو میلیون او نهه سوه او شپږ نوي زره افغانۍ او د ۶ لاټونو ټوله بیه په (۱۷۹۶۴۰۰۰) اووه لس میلیونه او نهه سوه او څلور شپېته زره افغانۍ کېږي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولی شي خپل نیوکه د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په لیکلې بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون کولو په مانا نه ده، د پورتنۍ مودې تر بشپړېدو او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون لاسلیک نه شې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders