د ترکیې سفیر د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه

یکشنبه، ۱۵ کب ۱۴۰۰
د ترکیې سفیر د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه
دا ناسته چې نن د لوړو زده کړو وزارت مقام کې ترسره شوه، په کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا او د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او د بورسونو د تنظیم رئیس دوکتور نظر محمد په ګډون د ترکیې سفیر جیهاد ایرګینای، د سفارت د زده کړو مشاور جنګیز ایدېمیر، د ترکیې د معارف بنسټ د افغانستان د څانګې مشر صالح ساعر شتون درلود.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له یاد سفیر سره تېره ناسته ګټوره وبلله او په ځینو کړو ژمنو یې د عمل او د ګډ تخنیکي ټیم پر فعالیتونو رڼا واچوله او له دوی یې وغوښتل چې د افغان نړۍوال پوهنتون (طب، انجینرۍ او زراعت) برخو، انلاین زده کړې برابرولو، په کابل کې د تحقیقي او څېړنیز مرکز جوړولو، افغان زده کړیالانو او استادانو ته د بورسونو ورکړې، په دیني او ساینسي برخو کې د سفرونو برابرولو او ورته نورو بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د ترکیې همکاري یې د افغانستان په ابادولو کې مهمه یاده کړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري هغه لیست هم ورسره شریک شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې بنسټونو ضرورتونه طبقه بندي شوي و.
د ترکیې سفیر جیهاد ایرګینای د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د شویو غوښتنو عملي کولو ژمنې ترڅنګ د لا ډېرې همکارۍ وعده وکړه او د لوړو زده کړو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د پوهنتونو پر بیا خلاصون یې خوښي وخوښده او نیک اقدام یې یاد کړ.
دغه راز یې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې په علي اباد تدریسي روغتون کې د ولادي نسايي څانګې د پرانېستې او په افغان نړۍوال پوهنتون کې د انلاین تدریس پیلولو ژمنه هم وکړه.