د ترکیې سفیر د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه

Akmal_admin
Sun, Mar 06 2022 9:09 AM
د ترکیې سفیر د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه

یکشنبه، ۱۵ کب ۱۴۰۰
د ترکیې سفیر د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه

دا ناسته چې نن د لوړو زده کړو وزارت مقام کې ترسره شوه، په کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا او د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او د بورسونو د تنظیم رئیس دوکتور نظر محمد په ګډون د ترکیې سفیر جیهاد ایرګینای، د سفارت د زده کړو  مشاور جنګیز ایدېمیر، د ترکیې د معارف بنسټ د افغانستان د څانګې مشر صالح ساعر شتون درلود.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له یاد سفیر سره تېره ناسته ګټوره وبلله او په ځینو کړو ژمنو یې د عمل او د ګډ تخنیکي ټیم پر فعالیتونو رڼا واچوله او له دوی یې وغوښتل چې د افغان نړۍوال پوهنتون (طب، انجینرۍ او زراعت) برخو، انلاین زده کړې برابرولو، په کابل کې د تحقیقي او څېړنیز مرکز جوړولو، افغان زده کړیالانو او استادانو ته د بورسونو ورکړې، په دیني او ساینسي برخو کې د سفرونو برابرولو او ورته نورو بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د ترکیې همکاري یې د افغانستان په ابادولو کې مهمه یاده کړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري هغه لیست هم ورسره شریک شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې بنسټونو ضرورتونه طبقه بندي شوي و.

د ترکیې سفیر جیهاد ایرګینای د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د شویو غوښتنو عملي کولو ژمنې ترڅنګ د لا ډېرې همکارۍ وعده وکړه او د لوړو زده کړو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د پوهنتونو پر بیا خلاصون یې خوښي وخوښده او نیک اقدام یې یاد کړ.
دغه راز یې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې په علي اباد تدریسي روغتون کې د ولادي نسايي څانګې د پرانېستې او په افغان نړۍوال پوهنتون کې د انلاین تدریس پیلولو ژمنه هم وکړه.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS