د تدراکاتو ځانګړی ښوونیز پروګرام د مرکز او ولایاتو پوهنتونو د مالي او اداري مرستیالانو، د تدارکاتو آمرانو او عمومي مدیرانو په ګډون سره تر سره شو

Azizorayakhel.admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۱۷:۳۰
۶

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور، ددغه پروګرام تر سره کول د کارکونکو د تدارکاتي ظرفیت او پوهې د لوړوالي لپاره زیات مهم و باله او زیاته یې کړه چې د تدارکاتي مدیریت د اصولو زده کړه او ورسره بلدیدل په لوړو زده کړو بنسټونو کې د آسانتیا او د بودیجې د اغیزناک او پر ځای لګښت باعث ګرځي.
دوکتور مهجور په روان مالي کال کې د لوړو زده کړو د رهبرۍ هئیت پریکړو شرحه کولو په ترڅ کې د انډولونو پر اساس د بودیجې د ویش په اړه هم خبرې وکړې، هغه یې د عدالت پلي کولو او کیفیت ښه کولو په لاره کې یو مهم ګام وباله او د ملي تدارکاتو د قانون سره سم د بودیجې په اغیزناک او پر ځای لګښت باندې یې ټینګار وګړ.
مالي او اداري مرستیال په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د تدارکاتو برخې له ټولو کارکونکو څخه وغوښتل، چې په اداري ریښتینولۍ، ژمنتیا او میړانې سره د خپلې بودیجې د لګښت په برخه کې د روڼتیا، چټکتیا او اغیزمنتیا په نظر کې نیولو سره پریکړه وکړي او تر څنګ یې هڅه وکړي چې په تدارکاتو کې کیفي بدلونونه په علمي بنسټونو کې د پرمختګ وسیله وګرځوي.
د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو رئیس عبدالله صوفي زاده د لوړو زده کړو لپاره د ځانګړي زده کړه ییز پروګرام پرلاره اچولو موخه ددې برخې د کارمندانو له خپلو کاري چارو سره همغږي او بلدتیا وبلله او ویې ویل چې د تدارکاتو برخې کارمندان له هغې وجې چې تدارکات کوم اهمیت لري د ظرفیت لوړولو ته اړتیا لري او د دوي دغه پروګرامونه د دوی د پریکړو او مهو کارونو لپاره زیاته مرسته کولای شي.
دغه پروګرام د شپږو ورځو لپاره د ملي تدارکاتو انسټیټوټ د ټرینرانو له اړخه پر مخ وړل کیږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS