د بلخ پوهنتون رئیس مولوي ضیاءالحق ضیاء کریمي او د یاد پوهنتون استادانو د بلخ ولایت والي حاجي محمد یوسف وفا سره په بلخ پوهنتون کې وکتل او په اړوندو برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه ورسره شریک کړل.

په پیل کې دبلخ پوهنتون رئیس د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یاد ولایت له والي څخه مننه وکړه، چې په هره برخه کې یې د بلخ پوهنتون ملاتړ کړی.
هغه همدا راز په علمي ډګر کې د نوموړي پوهنتون د استادانو کړنې وستایلې او د ولایت مقام ته یې وړاندیز وکړ چې د زراعت، اقتصاد، نړیوالو اړیکو او نورو مسلکي پرمختیایې پروژو کې ورڅخه ګټه واخستل شي.
د بلخ ولایت والي هم په خپلو څرګندونو کې د استادانو هلې ځلې وستایلې چې خپل وقت یې د ځوریدلو افغانانو د خدمت لپاره وقف کړی او هغوی یې وهڅول چې د افغانستان په پرمختګ، فکري او فزیکي بیا جوړونه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ورپسې د بلخ پوهنتون استادانو خبرې وکړې او په چارو کې یې د همغږۍ او یوالي په اړه ټينګار وکړ، څو دنظام د بقاء لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او په ورته وخت کې یې خپلې ستونزې له والي سره شریکې کړې.