د اقتصاد، پالیسۍ او عامه ادارې پوهنځيو د نصابونو بیا کتنې او پراختیا ملي پروګرام دویم پړاو پیل شو

Azizorayakhel.admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۴:۱۷
ش

د هېواد د پوهنتونو د اقتصاد، پالیسۍ او عامه ادارې پوهنځيو د نصابونو بیا کتنې او پراختیا ملي پروګرام دویم پړاو پیل شو.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده د هېواد د تحصیلي نصابونو بیا کتنې ملي پروسې د دويم پړاو پیلیدو له امله د خوښۍ اظهار وکړ او ویې ویل: "لوړو زده کړو وزارت له دوو کلونو را پدېخوا یو لړ مهم پروګرامونه د متخصص انساني ځواک د تولید لپاره پر لاره اچولي چې د هیواد د تحصيلي نصابونو بیا کتنې ملي پروسه هم یو له هغو څخه شمیرل کیږي."

د محصلانو چارو معین په لویه کچه د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونو او فعاليتونو ته په اشارې سره وویل، چې د علمي تحقیقاتو بحث، د تقنيني اسنادو اصلاح، د تشکیلاتي جوړښتونو معقوله اصلاح، او د تحصيلي نصابونو د بیا کتنې ملي پروسه له هغو مهمو او اساسي پروګرامونو څخه دي چې له نیکمرغه په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو.

ښاغلي شهیدزاده د هیواد د ودې او انکشاف په ډګر کې د اکاډميکو بنسټونو پر بشپړ رول درلودلو ټینګار وکړ او په ډاګه یې کړه چې په کلسټرونو کې د نصاب کمېسیون استادان او غړي دې د مضمون د اهدافو، ډيپارټمنټ، پوهنځي، پوهنتون او د چاپيريال تر منځ اړیکې په داسې توګه تنظیم کړي چې دوی تر خپل منځ یو مستقیم او منطقي تړاو ولري تر څو د دولت لوی اهداف تامین او د هیواد د مختلفو برخو ستراتیژۍ په نظر کې ونیول شي.

وروسته بیا د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس پوهنوال صدیق الله بارکزي د تحصيلي نصابونو د بیا کتنې او پراختيا پروسې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: "د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې او پراختیا په جریان کې هڅه کیږي تر څو هغه مهم او اساسي مهارتونه چې د ۲۱ پیړۍ اړتیاوو ته ځواب ووایې نصاب کې ځای پر ځای شي."

ض

د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا د رئیس په وینا تر دې مهاله د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې له ۱۶۵ موجودو څانګو څخه د ۴۴ څانګو نصابونه چې ۲۱ د انجنیري څانګې، ۱۰ د کرنې څانګې، ۸ د ښوونې او روزنې څانګې، ۳ د شرعياتو څانګې او ۲ د حقوقو او سیاسي علومو څانګې دي بشپړې او پايته رسیدلې دي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميکو چارو مشاور غلام دستګير خاورين، د لویو هیوادونو او زموږ د هیواد په علمي او اقتصادي وده کې د خوځنده او معیاري نصابونو په رول او اهمیت هر اړخیزه خبرې وکړې.

ض

د یادونې وړ ده چې د تحصيلي نصابونو د بیاکتنې او پراختیا په ملي پروګرام کې چې ټاکل شوې ۵ ورځې به دوام ولري د لوړو زده کړو د نصاب ملي کميټې غړي، د اقتصاد، پالیسي او عامه ادارې پوهنځیو رئيسانو، د دیپارتمنتونو آمرانو او استادانو ګډون کړی دی.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS