د افغان نړیوال پوهنتون او هېواد مختلفو تحصیلي بنسټونو د ۲۹ څانګو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پیل شو.

د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: «علم په یوه ځانګړي هېواد او خاوره پورې منحصر نه دی، موږ کولی شو چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو له نصابونو څخه په خپل نصاب کې ګټه واخلو.»
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین نصاب د علم بنسټ او د ټولنې رهبري کوونکی وباله او له ټولو استادانو یې وغوښتل چې د یوه معیاري او کره نصاب د جوړولو په برخه کې پوره هڅه وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د یاد کلسټر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې پړاو کې به د یادو څانګو تحصیلي نصاب تکمیل او د راټولېدنې، ډيزاین او صحافت چارې به یې ترسره کېږي.
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د کلسټر د کار بڼه تشریح کړه او ګډونوالو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د یادولو وړ ده چې په دغه کلسټر کې د لېسانس برخې د طب، ساینس، فارمسي، وترنري، کمیپوټر ساینس او د افغان نړیوال پوهنتون د فوق لېسانس برخې د طب، انجنیري او زراعت څانګو نصابونه شامل دي، چې په دې پړاو کې به تکمیل او د تدریس په موخه به تحصیلي بنسټونو ته واستول شي.