د افغانستان کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ۱۲۲ تنه فارغان د ټولني خدمت ته وړاندې کړل

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۲:۳۵
ل

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو) د کرني پوهنځي د لېسانس شلمې دورې د څلورو څانګو (اګرانومي، هارتيکلچر، نبات ژغورني او کرنيز اقتصاد او پراختیا) څخه ۱۲۲ فارغان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په ياده غونډه کې د ولايت مقام مرستيال حاجي آغا لالى دستګيري، د ولايتي شورا غړي ښاغلي نعمت الله وفا، سکتوري مشرانو، د اناستو پوهنتون مشرتابه، استادانو، زدکړیالانو، فارغانو او د فارغانو د کورنيو غړو ګډون کړی وو.

په پيل کې د اناستو پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست  پوهنمل احمد فواد احساس فارغانو د مبارکۍ ویلو تر څنګ د پوهنتون د تاريخچې، د رامنځته کولو موخو او د کرنې پوهنځي په اړه معلومات وړاندې کړل او همدا راز يې د کرنې او مالدارۍ پر اهميت، په نوموړي سکتور کې د فارغانو رول او د کاري فرصتونو اړوند وینا وکړه.

ورپسې د کرنې پوهنځي سرپرست مشر  سيد احمد سيدي د کرنې پوهنځي د دېرش کلن مزل اړوند معلومات وړاندې کړل او د ټولو استادانو په تېره بیا پاخه عمر لرونکو استادانو هڅې وستایلې.

همدا راز د والي مرستیال   دستګيري ټولو فارغانو او د دوی کورنيو ته د فراغت مبارکي وويله او د کاري فرصتونو اړوند يې د سولې خبرو ته په اشارې هیلمندي وښوده.

د پروګرام په بهیر کې د کرنې مشر حفيظ الله سعيدي د کرنې او مالدارۍ د ارزښت او اړتیا اړوند وږغېده او په هېواد کې یې د کرنې او مالدارۍ سکتور اړوند د مسلکي کسانو پر ډېرېدو خوښي وښوده.

د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونې مرستيال انجنير عتيق الله مسلم د خبرو په بهیر کې وويل چې کرنه او مالداري ميکانيزه کولو ته اړتيا لري. نوموړي زياته کړه:"د فراغت غونډې په بهیر کې ډېر د خوشحالي احساس کوم او اميدواري رابښي چې هېواد د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مسلکې اړخ ته روان دی."

د شلمې دورې عمومي اول نمره ښاغلي يما خپلواک د فارغانو په استازیتوب د پوهنتون له مشرتابه او استادانو څخه مننه وکړه چې په څلور کلنه دوره کې يې له شته اسانتیاوو څخه د هېواد په شته شرايطو کې د دوی په روزلو کې ښه ګټه پورته کړې او همدا راز یې په راتلونکي کې يې د شرايطو په برابرېدو سره د نورو لوړو زده کړو ترلاسه کولو هوډ څرګند کړ.

په دغه فراغت غونډه کې زدکړیالانو خپلو استادانو او مېلمنو ته سوغاتونه ورکړل. همدارنګه د پوهنتون د مشرتابه له خوا ځينو زدکړیالانو، فارغانو، د کرنې پوهنځي سرپرست مشر او مرستيال ته ستاينليکونه ورکړل شول.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS