د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د وینا مهم ټکي:

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۵۵
Gabsjkxkdkd

 

1ـ د خوښۍ ځای دی چې موږ او تاسو نن په اسلام‌، علم او جهاد پاله خاوره، د شهیدانو، غازیانو، امیرانو او قدرمن امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ټاټوبي کې په یوه داسې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې سره یو ځای یو.

 

٢ـ په هېواد کې تېرو ۴۰ کلنو جګړو او ستونزو د افغانستان مختلفې برخې زیانمنې کړې، که څه هم د افغانستان خلکو په خپل همت د اشغالګرانو پر وړاندې مبارزه وکړه، هغوی ته یې ماتې ورکړه، د هغوی ارمانونه یې له خاورو سره خاورې کړل، نو اوسنۍ شته ستونزې به هم د الله تعالی د نصرت په شان حل شي. 

 

٣ـ کوم اقدامات چې اوس وینئ، ټول د افغانستان د پرمختګ لپاره دي، هغه وزارتونه چې د علم په برخه کې کار کوي، په خپل ټول توان د علم د ځواکمنتیا لپاره کار کوي او هڅه یې دا ده چې په تېرو ۴۰ کلونو کې په دې برخه کې رامنځ ته شوې خلاوې ډکې کړي، چې یوه ښه بېلګه یې نننی کنفرانس دی. 

 

٤ـ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو له هغو پرکاره وزارتونو دی، چې د افغانستان هره سیمه اړیکه ورسره لري.

 

٥ـ د دې کنفرانس لپاره څو میاشتې تیاری شوی و، د امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله په شفقت دا کنفرانس منظور شو، ځانګړې پاملرنه او څارنه یې کوي او دا د دې ښکارندوی دی چې موږ د افغانستان پر مختګ ته قوي اراده او ژمنه لرو. 

 

٦ـ د ننني کنفرانس یوه موخه د څېړنو او کرنې پر ارزښت پوهېدونه ده، څېړنې علم تولیدوي، ځواکمنوي او نوښت رامنځ ته کوي. دغه راز څېړنې ځوانانو ته په علم کې د پرمختګ روحیه وربښي.

 

٧ـ څېړنې ستونزمنې لارې هواروي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه پرې کېږي، د څېړنو، تألیف او ژباړې ریاست لرو، چې د څېړونکو او استادانو ملاتړ به کوي. 

 

٨ـ د دې کنفرانس موخه یوازې دا نه ده چې دلته مقالې وړاندې شي، بلکې دا څېړنې به عملي کوو، چې د دې څېړنو زیاته برخه په کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پورې تړلي دي، هغوی هم زموږ سره ژمنه وکړه چې دغو څېړنو ته به د عمل جامې وراغوندي. 

 

٩ـ نیږدې ده چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د ګډو همکاریو هوکړه وکړو، تر څو یاد وزارت زموږ د استادانو له استعدادونو ګټه واخلي او همدارنګه زموږ استادان او محصلین د کرنې وزارت له امکاناتو ګټه واخلي. 

 

١٠ـ د ټولنې اړتیاوې ستاسو استادانو په وسیله پوره کېدای شي، موږ ستاسو خادمان یو، تاسو د مسلمانانو ستونزې حل کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS