داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره د cpanel_add ons ، سیستم MIS او د لوړو زده کړو وزارت مرکز او تحصيلي بنسټونو لپاره د درې لاټونو په ګډون د Devises تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/NC—004
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره د cpanel_add ons ، سیستم MIS او د لوړو زده کړو وزارت مرکز او تحصيلي بنسټونو لپاره د درې لاټونو په ګډون د Devises تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د ۱۴۰۲هـ ش کال د اسد مياشتې ۱۹مې نېټې، د پنجشنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو بڼه د اول لاټ لپاره (20,000) شل زره افغانۍ، دويم لاټ لپاره (40,000) افغانۍ، د درېيم لاټ لپاره (45,000) افغانۍ او د درېواړو لاټونو لپاره ټول (105,000) افغانۍ قيمت په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د اسد مياشتې ۱۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: abdmatin800@gmail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د اسد میاشتي په ۱۴مه نېټه دوشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.