داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د عبدالله بن مسعود (رض) جامعې ریاست دوه بلاکونو داخلي انټرنټ شبکې جوړولو تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-033
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د عبدالله بن مسعود (رض) جامعې ریاست دوه بلاکونو داخلي انټرنټ شبکې جوړولو تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د ۱۴۰۲هـ ش کال د اسد مياشتې ۸مې نېټې، د يکشنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (220,000)دوه سوه شل زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د اسد مياشتې ۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د سرطان میاشتي په ۲۹مه نېټه پنجشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.