داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د خصوصي محصلانو چارو ریاست لپاره د سرور سیسټم او د سرور استوريج پېرېدلو پروژه
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-020
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د خصوصي محصلانو چارو ریاست لپاره د سرور سیسټم او د سرور استوريج پېرېدلو پروژې په پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې.
خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۱ کال د عقرب ۵مې نېټې پوري، چې د پنجشنبې په ورځ د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (90000) نوي زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر د تضمین موده باید د اعتبار وړ له مودي څخه ۲۸ ورځي زياته وي، یعنې د افرونو د بیا خلاصولو له تاريخ څخه ۱۱۸ ورځې د اعتبار وړ وي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۱ کال د عقرب ۵مه نېټه د يکشنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: saririnasrat90@gamail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د ميزان میاشتي په ۲۴ نېټه د يکشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو او خدمتونو په امريت کې دايرېږي.