داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د پروژې سرلیک: د (۸) لاټ په ګډون د (نورستان، زابل، کندهار، فراه، پکتیکا، ډایکنډي، بلخ او هلمند) تحصیلي بڼسټونو د سولر فټو او لتاییک سېسټم پروژه
داوطلبۍ ته د بلنې شمیره: : (L1,L2,L3…L8) MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-010
د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوی چې د (۸) لاټ په ګډون د (نورستان، زابل، کندهار، فراه، پکتیکا، ډايکنډي، بلخ او هلمند) تحصیلي بڼسټونو د سولر فټو او لتاییک سېسټم چې MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-010 داوطلبۍ شمېرې درلودونکی دی، په پروسه کې ګډون وکړي او خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې له راغلو شرایطو، د قانون او د ج .ا.ا تدارکاتو له طرزالعمل سره سم په تړلې بڼه وړاندي کړي.
د اړوندې شرطپاڼې اصول:
د www.npa.gov.af ،www.ageops.net وېبپاڼې او د لوړو زده کړو وزارت له تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړي او د افرونو سپارلو نېټه تر 24/12/1399 نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې چې افر د سپارلو وروستۍ نېټه ده، تر سره کېږي. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د افر پرانیست غونډه د}1399 لمريز کال د کب ۲۴ مه} نېټه يکشنبې ورځ د سهار 10:00 بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر پرانستلو سالون کې چې د کابل په څلورمه کارته، درېیمه ناحیه کې موقعیت لري جوړېږي.
د افر تضمین:
1.لومړی لاټ (نورستان لوړو زده کړو موسسه) 190,000 افغانۍ
2.دویم لاټ (زابل لوړو زده کړو موسسه) 220,000 افغانۍ
3.درېیم لاټ (کندهار لوړو زده کړو موسسه) 40,000 افغانۍ
4.څلورم لاټ (فراه لوړو زده کړو موسسه) 240,000 افغانۍ
5.پنځم لاټ (پکتیکا لوړو زده کړو موسسه) 210,000 افغانۍ
6.شپړم لاټ (ډایکنډي لوړو زده کړو موسسه) 200,000 افغانۍ
7.اووم لاټ (د بلخ پوهنتون) 160,000 افغانۍ
8.اتم لاټ (هلمند لوړو زده کړو موسسه) 180,000 افغانۍ
د اتو لاټو له پاره مجموعې تضمین 1,440,000 افعانۍ دی.
د افر تضمین باید د افر د اعتبار له مودې څخه تر 28 ورځو ډېر وي، یعنې چې افر د افر د پرانيستلو له نېټې څخه تر 118 ورځو پورې د اعتبار وړ وي.
د بانک تضمین د شرط پاڼې له اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره، چې د تضمینونو فورمونه پکې شاملې دي، وړاندي شي. د اړونده پروژې د داوطلبي شمېره، نېټه او اندازه او د هغې ټول متنونه باید دقیق وي او پرته له قلمي اشتباه (قلم وهنې) وي.
د افر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چې د شرکت په جواز کې لیکل شوځي چمتو شي، د هغې کاپي او سکین د منلو وړ نه دي او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي که غوښتونکي مشترک وي ،د افر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دي.
یادونه: که د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرط پاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او له داوطلبۍ مخکې غونډه به په 12/12/1399 نېټه د سهار ۱۰ بجو د تدارکاتو ریاست د غونډو په سالون کې جوړېږي.
د اړیکې شمېره: 0202514078