داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا ! 

ameen_admin
ksdjfkjsdjk

 

عنوان: د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت مرکزي خدماتي پرسونل د ژمني موسم جمپر، موزې او البسې تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-55
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت مرکزي خدماتي پرسونل د ژمني موسم جمپر، موزې او البسې تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {19 قوس 1402} نېټې د یکشنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو 25،000 ( پنځه وېشت زره) افغانیو په اندازه وړاندې کېږي
د افر تضمين باید د افر د اعتبار له مودې څخه۲۸ ورځې زیاتې وي، يعنې د افر خلاصولو له نېټې څخه ۱۱۸ ورځې د اعتبار وړ وي.
یادونه! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د {19 قوس 1402} نېټې یکشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي. 
د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: sardaraghasamadi76@gmial.com  
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د قوس میاشتي په (۱۱) نېټه دوشنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د توکو او خدمتونو په امريت کې دايرېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements