خبرتیا!

هلمند پوهنتون لاندي څلور پروژې اعلان ته سپارلي،
پر شرایطو برابر او لیوالتیا لرونکي شرکتونه کولی سي چي د عقرب میاشتي تر ۳ نیټې پوري خپل درخواست پاڼي د هلمند پوهنتون مالي او اداري معاونیت اړوند د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري!
۱:- د هلمند پوهنتون د داخلي ټولو څړکونو د هموار کاري، پیاده روونو، چریو، او ګلدانونو جوړولو پروژه.
۲:- د هلمند پوهنتون د تدریسي ساحې، کتابتون او کمپیوټر لب لپاره د ۳۰ کیلو واټه سولري برېښنا ترتیب کولو پروژه.
۳:- د هلمند پوهنتون د انجنیرۍ او زراعت پوهنځیو د لابراتواري توکو د تدارک پروژه.
۴:- د هلمند پوهنتون د څېړنیز مرکز د تجهیز پروژه.