بیاځلي داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
سرلیک: د جوزجان پوهنتون د اجناسو لپاره د یوې ډیپو جوړول
د داوطلبۍ د بلنې شمېره: MOHE/99/NCB/W-013/REBID
لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د جوزجان پوهنتون د اجناسو لپاره د یوې ډیپو جوړولو په پروژه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو له وېبسایټ (www.npa.gov.af) او یا د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه تر لاسه او خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او تدارکاتو له چلنلارې سره سم په سرتړلې توګه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۲مه د سې شنبې په ورځ د سهار په ۱۰بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي چې د کابل درېیمې ناحیې کارته چهار په سیمه کې موقعیت لري. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر د ضمانت بیه د بانګي تضمین په بڼه (۱۱۵،۰۰۰) یو لک او پنځه لس زره افغانۍ ده او د آفر د پرانیستلو ناسته د لوړو زده کړو وزارت د آفر پرانیستلو په تالار کې ترسره کېږي.