اوسنی وضعیت ایجابوي چې داسې علمي معیارونه رامنځته شي چې افغانستان د پرمختګ په تګلوري برابر کړي

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۹:۲۳
g

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني په هغه ناسته کې څرګند کړ چې د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو د ستونزو هوارولو، حل لارو، فرصتونو په ګوته کولو او غوښتنو په موخه جوړه شوې وه.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ټولو خصوصي پوهنتونونو او خصوصي تحصیلي موسسو له مشرانو وغوښتل چې د اسلامي موخو او ارزښتونو په رڼا کې علم او پوهې ته پراختیا ورکړي او د لوړو علمي معیارونو په رامنځته کولو د افغانستان ځواک لوړ کړي.

نوموړي همدارنګه له دوی وغوښتل چې د نافذه قوانینو پر بنسټ ګډ تحصیلي نظام پروسې ته د پای ټکی کېږدي او د خیالي زدکړیالانو جذبولو او د خپلسرو پوهنځیو او ډیپارټمنټونو له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي.

شیخ حقاني وویل:" د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو  فعالیتونه باید د هېواد د ملي ګټو او اسلام په چوکاټ کې وي او د کیفیت، روڼتیا او د واحد نصاب په رامنځته کولو سره د هېواد بچیانو ته د اسلامي ښوونې او روزنې لار هواره کړي."

شیخ حقاني ټینګار وکړ چې لوړو زده کړو بنسټونو کې اداري او اخلاقي فساد په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او که چېرې د قانون سره په ټکړ کې کوم ګام پورته کېږي، نو لوړو زده وزارت به له ورته بنسټونو سره په کلکه چلند وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه له خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه وغوښتل چې د فیسونو په برخه کې تخفیف په پام کې ونیسي او د خلکو اقتصادي شرایطو ته په کتو سره اسلامي ترحم او د وطندوستۍ همکاري ونه سپموي.

په دغه ناسته کې د خصوصي پوهتونونو او لوړو زده کړو موسسو یو شمېر رییسانو او استازو ژمنه وکړه چې د اسلامي ارزښتونو او نافذه قوانینو په رڼا کې به خپلو کړنو ته دوام ورکوي او په هر ګام کې به د لوړو زده کړو وزارت مقام او مشرتابه سره همکار او همغږي وي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده ‌کړو له سرپرست وزیر سره وکتل 

 

د لیدنې په پیل کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان په تحصیلي نظام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

BACK TO NEWS