د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنا ریاست له لوري د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په همکارۍ یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د دغه وزارت موټر چلوونکو ته د ترافیکي اصولو او مقرراتو د زده کړې په موخه پیل شو.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۰:۴۷
jkdhsfkhdskjfksdjk

دغه ورکشاپ چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په همکارۍ د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیر بنا ریاست له لوري په لاره اچول شوی و، د دغه وزارت د مرکزي ادارو، پوهنتونونو او تدریسي روغتونونو ۹۰ تنو موټر چلوونکو پکې ګډون کړی وو.
په دې سمينار کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو د موټر چلوونکو ته د ترافيکي اصولو او مقرراتو د مراعاتولو، د وسايطو د ساتنې او څارنې په اړه لازمې زده کړې او معلومات ورکړي.
د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زيربنا رياست مسؤولينو په دغه سمينار کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ په دولتي ادارو کې ټرانسپورټي وسايط بیت المال وباله او د ښه ساتنې په اړه يې موټر چلوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۵:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د کابل پوهنتون ممتاز محصلین وستایل شول

په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم دا ډول غونډې د علمي سلسلې یوه برخه وګڼله او محصلینو ته یې وویل:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده ‌کړو له سرپرست وزیر سره وکتل 

 

د لیدنې په پیل کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان په تحصیلي نظام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

BACK TO NEWS