د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره وکتل

د لیدنې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان په تحصیلي نظام کې د وروستیو پرمختګونو او بدلونونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته، په هېواد کې د علمي او تحصیلي برخې پرمختګ تر څنګ، د فوق لېسانس نوې برنامې رامنځ ته او د زېربنایي پروژو په برخه کې هم د پام وړ کارونه ترسره شوي دي.
محترم شيخ صاحب د دواړو هېوادونو تر منځ د علمي او اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا او همکارۍ ټینګار وکړ.
د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي داتو اعظم په خپلو خبرو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او بیارغونې، چې د جهاد په برکت خلکو تر لاسه کړې، هر کلی وکړ او د افغانستان او مالیزیا تر منځ یې د علمي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
نوموړي په افغانستان کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په شتون هم خوښي وښوده او ویې ویل چې ډېر ژر به د دغه هېواد یو پلاوی د دې پوهنتون د لیدنې لپاره افغانستان ته راشي.
وروسته دواړو خواوو د دوه اړخیزو علمي اړیکو د څرنګوالي او هوکړه لیکونو د لاسلیک په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري هر وخت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو علمي اړیکو د پراختیا په موخه لیدنې ترسره کوي، چې تر دې دمه یې مثبتې پایلې تر لاسه کړې دي.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷، محرم الحرام ۴مه
۱۴۰۴، د سرطان ۹مه
۲۰۲۵، د جون ۳۰مه