د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بست اعلان !

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۲:۳
sasf

Closing Date

د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

د ښوونې ‌او روزنې  پوهنځی:

د اروا پوهني ډيپارټمنټ (۱) بست.

داوطلبان کولای شي، چې د ۷ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۱۶ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده لوړو زده کړو مؤسسې ته وسپاري.