د جهان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
د جهان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د حقوقواوسیاسي علومو پوهنځی:
د قضا او څارنوالۍ ډيپارټمنټ (۴) بسته.
د اداره اودیپلوماسۍ ډيپارټمنټ (۴) بسته.
د اقتصاد پوهنځی:
د مالي اوبانکي ډيپارټمنټ (۴) بسته.
د اداره او تجارت ډيپارټمنټ (۴) بسته.
د بشري سرچینو ډيپارټمنټ (۴) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۵ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۴ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده لوړو زده کړو مؤسسې ته وسپاري.