د چاپېریال ساتنې نړیواله اوونۍ په شېخ زاید پوهنتون کې ونمانځل شوه

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۲۲
g

شېخ زاید پوهنتون کې د کرنې پوهنځي او د چاپېریال ساتنې ریاست لخوا په ګډې همغږۍ ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي په پیلیزو خبرو کې زیاته کړه، چې د چاپېریال ساتنې اهمیت دومره زیات دی چې څومره وغواړئ پرې بحث کېدای شي.

پوهنمل اریوبي وویل چې د ښه چاپېریال لرلو لپاره اړینه ده چې د چاپېریال پوهنې په اړه معلومات ولرو. که خلک خپل مسؤلیت ادا‌ء نه کړي نو پوهان وایي چې د ځمکې تودوخې درجه به دومره لوړه شي چې ښایي د شمسي نظام سیارو حرکت ګډوډ کړي.

د چاپېریال ساتنې رئیس ډیپلوم انجنیر پاینده محمد سهاک د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د چاپېریال ساتنې نړیوالې اوونۍ په اړه مطبوعاتي خبرپاڼه ګډونوالو ته واوروله او د یوه ښه چاپېریال د ګټو په اړه یې هر اړخیزه وینا وکړه.

ښاغلي سهاک وویل چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په شان د چاپېریال په اړه ګڼو ستونزو سره مخ دی خو د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هېواد له نورو ادارو سره په همکارۍ یادو ستونزو ته د هواري لارې لټوي.

علمي مرستیال او د چاپېریال ساتنې استاد پوهندوی شفیع ګل شفیقي د چاپېریال اړوند ایکو سیستم باندې رڼا واچوله چې د ژوندیو موجوداتو او د چاپېریال او یو پر بل باندې یې اغېزې بیان کړې.

سږ کال د ملګرو ملتونو لخوا د چاپېریال ساتنې نړیوالې اوونۍ لپاره (د ایکو سیستم د بیارغونې لپاره هڅه) شعار ټاکل شوی دی، چې د همدې شعار لاندې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې یاده ورځ ونمانځل شوه.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي اداره په همدې موخه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۳کال کې د ژوند چاپېریال خپلواک ریاست، د برېښنا او اوبو وزارت تر چتر لاندې او وروسته په ۱۳۸۴ کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوم ونومول شوه.

غونډه د یوه زرغون او له ککړتیا پاک چاپېریال په هیله د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۰:۳۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او د بورسونو د تنظیم ریاست کارکوونکو ته (د علمي همکاریو طی مراحل او ډیپلوماټیک تشریفات) ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد.


دغه ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابعو ریاست له خوا جوړ شوی و، موخه یې د یاد ریاست د کارکوونکو ظرفیت لوړول او د نړیوالو تړونونو د پړاوونو او د ډیپلوماټیکو رسمیاتو د اساساتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د ارزګان لوړوزده کړو مؤسسې رهبري پلاوي د ارزګان والي سره د یادې موسسې د لا پرمختګ په موخه وکتل.

د لیدنې په پیل کې د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي رحمت الله رحماني په یاد تحصیلي بنسټ کې د شته ظرفیتونو، لاسته راوړونو، اړتیاوو، ستونزو او د ولایت مقام د همکاریو پر څرنګوالي خبرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د البیروني پوهنتون د طب پوهنځی محصلانو فراغتغونډه او علمي شورا کې ګډون وکړ.
په پیل کې د البیروني پوهنتون په علمي شورا. . .

BACK TO NEWS