د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي کې اووه څېړنیزې پروژې پرانیستل شوې

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۰:۳۵
G

یادې څېړنې د هند کرنیز تحقیقي پوهنتون (IARI) د ماسټرۍ دورې افغان محصلینو له‌خوا د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د استادانو په لارښوونه ددې پوهنتون په تحقیقاتي فارم کې د شپږو میاشتو په موده کې د مېوو، سبزیو او ګلانو پر بوټو او حیواناتو ترسره کېږي.

 د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند ډاکټر خلیل احمد بهسودوال د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د څېړنو او علمي تحقیقاتو په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او یاده چاره یې د پوهنتونونو اصلي دنده او مکلفیت وباله.

نوموړي د هند د نړیوال کرنیز تحقیقاتي پوهنتون د محصلینو له‌خوا په ننګرهار پوهنتون کې ددې پوهنتون د استادانو په لارښوونه د څېړنو ترسره کول لویه لاسته راوړنه وبلله، چې په وینا یې دا په ننګرهار پوهنتون د نړیوالو باور په ګوته کوي.

د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک میاخېل، د کرنې پوهنځي رییس پوهندوی دوکتور رشاد احمد شېرزاد، د یاد پوهنځي استاد پوهاند میرحاتم نیازی او د لغمان پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور عصمت الله درانی د غونډې نور ویناوال وو؛ چې ټولو په وار سره د یادو څېړنو په پیل خوښي وښوده او هغه يې د کرنې پوهنځي محصلینو د عملي زده کړو سربېره په اړونده برخه کې د کرنیز سکټور د شته ستونزو د اواري له‌پاره ګټورې وبللې.

 د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار طیب الله زاهد وویل: "مونږ ۷ تنو محصلینو، چې څلور تنه د ننګرهار، کونړ سیدجمال الدین افغاني او بغلان پوهنتونونو استادان او درې تنه نور ازاد محصلین دي، خپل درسي بهیر د هندوستان کرنیز تحقیقاتي پوهنتون کې بشپړ کړی، چې اوس خپلې څېړنې د نوموړي پوهنتون په لارښوونه او موافقه په ننګرهار پوهنتون کې ترسره کوو. "

نوموړي د ننګرهار پوهنتون او کرنې پوهنځي له مشرتابه مننه وکړه، چې دوی ته یې د څېړنو د ترسراوي زمینه برابره کړې ده.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۵:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د کابل پوهنتون ممتاز محصلین وستایل شول

په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم دا ډول غونډې د علمي سلسلې یوه برخه وګڼله او محصلینو ته یې وویل:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده ‌کړو له سرپرست وزیر سره وکتل 

 

د لیدنې په پیل کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان په تحصیلي نظام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

BACK TO NEWS