د کابل پولي تخنیک پوهنتون د قرار داد د تصمیم نیونې خبرتیا!

eshaq_admin
sdsda

په دې توګه د تدارکاتو قانون د 43 مادې د (2) فقرې سره سم ټولو خلکو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ریاست په پام کې لري د (د ژورې څاه کیندلو او د دې پوهنتون د اوبو رسولو شبکې سره نښلولو) پروژه په قرارداد ورکړي، چې په میرویس میدان کې موقعیت لري د 1444 کال لپاره د MOHE/KPU/W/104/NCB داوطلبۍ نمبر لاندې د لطیفي ژورو څاه ګانو کیندلو شرکت ته، چې د جواز نمبر یې D-3594-4 پته: د اپارتمان (1) موقعیت ، د وینې د بانک سړک، (5) ناحیه، هرات.
په (2926944) دوملیونه نهه سوه شپږویشت زره او نهه سوه څلور څلویښت افغانۍ مجموعي قیمت عادی بودیجه ورکول کېږي.
ټول هغه حکمي او حقوقي اشخاص، چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولاى شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د اوو ورځو په موده کې خپل اعتراض ثبت کړي او په لیکلي بڼه یې د اعتراضونو په ذکر کولو سره د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته، چې د افغانستان، د کابل پنځمه ناحیه، کارته مامورین کې موقیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو مطابق وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د ختم په معنی نه ده، که چیرې غوښتونکي پورتنۍ ټاکل شوې نیټه بشپړه نه کړي او قانوني طرزالعملونه نه تعقیب کړي، قرارداد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements