د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي کې اووه څېړنیزې پروژې پرانیستل شوې

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۰:۳۵
G

یادې څېړنې د هند کرنیز تحقیقي پوهنتون (IARI) د ماسټرۍ دورې افغان محصلینو له‌خوا د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د استادانو په لارښوونه ددې پوهنتون په تحقیقاتي فارم کې د شپږو میاشتو په موده کې د مېوو، سبزیو او ګلانو پر بوټو او حیواناتو ترسره کېږي.

 د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند ډاکټر خلیل احمد بهسودوال د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د څېړنو او علمي تحقیقاتو په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او یاده چاره یې د پوهنتونونو اصلي دنده او مکلفیت وباله.

نوموړي د هند د نړیوال کرنیز تحقیقاتي پوهنتون د محصلینو له‌خوا په ننګرهار پوهنتون کې ددې پوهنتون د استادانو په لارښوونه د څېړنو ترسره کول لویه لاسته راوړنه وبلله، چې په وینا یې دا په ننګرهار پوهنتون د نړیوالو باور په ګوته کوي.

د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک میاخېل، د کرنې پوهنځي رییس پوهندوی دوکتور رشاد احمد شېرزاد، د یاد پوهنځي استاد پوهاند میرحاتم نیازی او د لغمان پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور عصمت الله درانی د غونډې نور ویناوال وو؛ چې ټولو په وار سره د یادو څېړنو په پیل خوښي وښوده او هغه يې د کرنې پوهنځي محصلینو د عملي زده کړو سربېره په اړونده برخه کې د کرنیز سکټور د شته ستونزو د اواري له‌پاره ګټورې وبللې.

 د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار طیب الله زاهد وویل: "مونږ ۷ تنو محصلینو، چې څلور تنه د ننګرهار، کونړ سیدجمال الدین افغاني او بغلان پوهنتونونو استادان او درې تنه نور ازاد محصلین دي، خپل درسي بهیر د هندوستان کرنیز تحقیقاتي پوهنتون کې بشپړ کړی، چې اوس خپلې څېړنې د نوموړي پوهنتون په لارښوونه او موافقه په ننګرهار پوهنتون کې ترسره کوو. "

نوموړي د ننګرهار پوهنتون او کرنې پوهنځي له مشرتابه مننه وکړه، چې دوی ته یې د څېړنو د ترسراوي زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۲:۳۵
Background image

د افغانستان کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ۱۲۲ تنه فارغان د ټولني خدمت ته وړاندې کړل

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو) د کرني پوهنځي د لېسانس شلمې دورې د څلورو څانګو (اګرانومي، هارتيکلچر، نبات ژغورني او کرنيز اقتصاد او پراختیا) څخه ۱۲۲ فارغان. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۲:۲۴
Background image

په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو ماسټر پلان د ویډیو کنفرانس له لارې وړاندې شو

په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو ودانۍ ماسټر پلان نن د مالیزیا کاري ډلې له لوري په یوه انلاین ناسته کې افغان لوري ته وړاندې شو

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۲:۵۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او حسابي چارو نوی مشر معرفي شو

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش او د دغه وزارت یوشمېر مشرانو نن عبدالاحد علي‌زاده د مالي او حسابي چارو د نوي مشر په توګه معرفي کړ. په هغه غونډه کې چې د ښاغلي علي. . .

BACK TO NEWS