د مالیزیا د البخاري پوهنتون د تحصیلي بورسونو اعلان!

Akmal_admin

Due

-

Location مالیزیا

د مالیزیا هېواد په کوالالامپور د افغانستان سفارت په لاندې شرایطو د ۲۰۲۲ م کال د اکټوبر سمستر لپاره نویو محصلینو ته د لېسانس تحصیلي بورسونو خبر ورکوي، چې د لوړو زده کړو وزارت یاد بورسونه د ازادې سیالۍ په موخه اعلان ته ورکوي.

اړین شرایط او اسناد:

د ښوونځي فراغت سند (شهادت نامه) لرل، چې د نمرو سلنه یې له 70 څخه کمه نه وي او د بهرنیو چارو وزارت تایید هم ولري "د ثبت نام پرمهال اصل شهادت نامه لرل اړین دي."

- پاسپورټ .

- د تابیعت تذکره .

- د کاندید د کورنۍ عواید په میاشتني ډول "300" امریکايي ډالر وي.

- د غوښتونکي عمر باید د 18 او 22 کلونو ترمنځ وي.

- د کاندید مدني حالت باید مجرد وي.

د یادو بورسونو د تحصیلي دورې په اوږدو کې د تدریس فیس، لیلیه او د محصل جیب خرچ شامل دي.

د تحصیلي څانګو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، دغه انټرنیټي apply.aiu.edu.my ادرس ته مراجعه وکړئ، غوښتنپاڼه ډکه او د اسنادو د ارزیابۍ په موخه خپل ټول اسناد یاد لینک ته واستوئ!

د پوهنتون د ارزونې کمېټه د کاندیدانو د تحصیلي اسنادو بیاکتنه کوي او که اړتیا وي، انفرادي مرکې (انټرویو) ورسره آنلاین ترسره او وړ اشخاصو ته بورسونه ورکوي، او هغه غوښتونکي چې د سکالرشيپ په ترلاسه کولو کې بریالي کېږي د اکتوبر 2022 په سمستر کې به خپل درسونه پیل کړي.

په همدې اساس په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، که دوی غواړي چې د ذکر شوي هېواد سکالرشیپونو لپاره نوم لیکنه وکړي، د 24/4/1401 نېټې سره سم د 2022 کال د جولای له 31 مې دمخه دې په ذکر شوي انټرنیټي ادرس کې د آنلاین نوم لیکنې پروسې بشپړولو سربیره، د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش په امریت کې د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم اړوند (۱۵) غرفې ته، د اصل اسنادو سره مراجعه وکړي او د ضروري اسنادو یوه یوه کاپي دې وسپاري.

sa

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .