د لېسانس په کچه د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د بورسونو خبرتیا

baqir_admin
g

Due

-

د ا.ا.ج بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د لېسانس په کچه د ۳۰ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت مقام له لوري، د شرایطو وړ داوطلبانو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ځانګړي شول.

د اړتیا وړ اسناد:

ـ د ښوونځي شهادتنامه، چې لوړو زده کړو وزارت تایید کړې وي (د نوملیکنې پر مهال د شهادتنامې اصلي پکار ده)

ـ پاسپورټ

ـ د تابعیت پېژند‌پاڼه

د بورسونو شرایط:

ـ د لېسانس دورې لپاره باید د نمرو سلنه له ۷۰ لوړه وي

ـ د نوماندانو د کورنیو میاشتني عواید باید له درې سوه امریکایي ډالرو کم وي

ـ د داوطلب عمر باید له ۱۸ تر ۲۲ کلونو پورې وي

ـ د یادو بورسونو نوماندان باید متاهل نه وي

مینوال کولای شي د تحصیلي څانګو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره (https://apply.aiu.edu.my  ) وېبپاڼې ته ورشي او د غوښتنې فورمه ډکه کړي او ټول اسناد د ارزونې لپاره یاد پوهنتون ته د همدغه لینک له لارې واستوي. د یاد پوهنتون د ارزونې کمېټه د نوماندانو اسناد ګوري او د اړتیا پر مهال په انلاین بڼه، په انفرادي توګه، مرکه ورسره کوي او په شرایطو برابر کسانو ته بورس ورکوي. هغه کسان چې بورس تر لاسه کړي، درسونو به یې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې پیل شي

ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې که په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه کوي؛ نو د یادې وېبپاڼې له لارې په انلاین توګه د نوملیکنې او د هغې د پروسې پر بشپړېدو سربېره کولای شي چې د لوړو زده کړو وزارت منښت (۲۱مې) غرفې ته له اصلي اسنادو سره یو ځای ورشي او خپل اسناد د ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۵، چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ له ۲۴ سره سمون لري، بېرته وسپاري. 

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .