د لیسانس په برخه کې د مصر د تحصیلي بورسونو خبرتیا

Azizorayakhel.admin

Due

-

د افغانستان د بهرنیو چارو محترم وزارت د 28/4/1399 نیټې6441 ګڼې مکتوب په اساس د مصر هیواد د لیسانس دورې د ۴ سیټه بورسونو د ورکړي څخه خبر ورکړی دی.

عمومي شرطونه:

۱- د الوتکې د تګ را تګ دوه اړخیزه ټیکټ لګښټ پر محصل دی.

۲- ۱۰ امریکایي ډالر چې یو سل اویا مصري پونډه کيږي محصل ته د بدل اعاشې په توګه ورکول کیږي او محصل د تحصیل په جریان کې له لیلیې څخه د ګټې اخیستلو حق لري.

۳- په https://www.wafeden.gov.eg   ویب سایټ کې نوم لیکنه او یاد ادرس ته د اسنادو لیږل اړین دي.

۴- له 15/8/2020 نیټې چې له 25/5/1399 سره سمون مومي څخه دمخه باید نوماندان خپل اسناد په پورتنې ویب سایټ کې ثبت کړي.

له یادې نيټې څخه وروسته د نوماندانو هر ډول اسناد د منلو وړ نه دي

۵- د لیسانس دورې متقاضیانو د ښوونځي د فراغت کال باید  1397 او 1398 وي چې سلنه یې باید لږ تر لږه ۷۵ وي. په هغه صورت کې چې د ورکړل شویو سیټونو له شمیر څخه د بورسونو د متقاضیانو شمیر زیات وي نوماندان د هغوی د ښوونځي دورې د لوړو نمرو سلنې په اساس ټاکل کیږي

۶- د یادو بورسونو څخه په لاس راغلې تجربه ښيې چې په یادو بورسونو کې د نوماندانو قبولیدل اوږد وخت نیسي.

د مصر په پوهنتونو کې د قبولیدو لپاره لازم سندونه عبارت دي له:

اصلي شهادتنامه

د پاسپورټ کاپي

د تابعیت د تذکیري کاپي

د عدم مسوولیت فورم

روغتیایې بشپړ معاینات

شپږ قطعې عکسونه

نو ټول په شرایطو برابر مینوال کولای شي په یاد شوي ویب سايټ برسیره تر 15/8/2020 مطابق د 25/5/1399 نیټې پورې په یاد ویب سایټ کې له نوم لیکنې څخه وروسته یاد فورم پرنټ کړي او د اړوندو بورسونو نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي تعلیمي اسنادو سره مراجعه وکړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .