د لوړو زده کړو وزیر ژوندلیک
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پېژندنه
شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د حاجي جمعه خان زوی او د خدای رحيم لمسی چی په ۱۳۵۷هـ ش کال نهمې میاشتې په ۲۶مه نېټه کندهار ولایت کې زېږېدلی دی. د فاميل د غړوشمېر يې لس تنو ته رسېږي او خپلې زده کړې يې په يوه ديني مدرسه کې تر لویې دورې پورې سرته رسولي دي.
کاري مسئوليتونه:
محترم نديم صاحب له اوسني موقف وړاندې بېلابېلې دندې ترسره کړي، چې په لاندې دندې پکې شاملې دي:
د دعوت او ارشاد رئيس، د نظامي حلقې مسئول، د استخباراتو اداري مرستيال، د جلال آباد والي، د جلال آباد ښار امنيه قومندان ، کابل والي، د هلال کمېټې غړی او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير په توګه دندې ترسره کړي دي.
کاري مخينه او ځای:
د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال درېيمې میاشتې پورې، د کندهار ولایت دعوت او ارشاد مسئول په توګه، د ۲۰۱۳ کال درېيمې میاشتې څخه تر ۲۰۱۶ کال شپږمې مياشتې پورې د شمال لويديځ زون د نظامي حلقې مسئول په توګه، د ۲۰۱۶ کال شپږمې میاشتې څخه تر ۲۰۲۰ کال شپږمې میاشتې پورې د استخباراتو اداري مرستيال په توګه، د ۲۰۲۰ کال شپږمې میاشتې څخه تر ۲۰۲۲ کال د شپږمې میاشتې پورې د جلال آباد ښار والي په توګه، د ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د کابل ولایت والي په توګه او د ۲۰۲۳ کال له پيل څخه تر دا دمه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير په توګه خپل کاري مسئولیتونه یې په خورا صداقت او امانتدارۍ سره پر مخ وړي دي.
سیاسي، ټولنيز او علمي فعاليتونه ( تاليفات)
په (۲۰۱۵) کال کندهار کې د حکيمي مدرسې تاسيس او د اته کلونو لپاره د یادې مدرسې مهتمم، د فنونو د تدريس استاد او شيخ الحديث، د هجرت پر مهال د مولوی عبدالغني صاحب په درس ځای کې د مهاجرينو د وړې دورې شيخ او همدارنګه د هجرت په دیار کې د علامه حاجي عبدالغني رح په الجامعه الاسلاميه کې د لويې دورې شيخ الحديث، د مهاجرو علماء کرامو انسجام او د بېلابېلو علمي موضوعاتو په اړه سلګونه علمي ويناوې کړي دي.
نوموړی د ټولو علمي فعاليتونو ترڅنګ په ملي او نړيوالو ژبو لکه پښتو، دري او عربي ژبو باندې پوره حاکميت لري.
Latest announcements
خبرتیا!
ټولو هغو علماء کرامو ته چې له فتحي مخکې د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د عالمیې مرحلې په ازموینه کې بریالي شوي وي او د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست کې یې نوملیکنه کړې وي . . .