د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي خصوصي تحصیلي بنسټونو له رئیسانو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۵:۲۲
jhhjkhjkhkhjk


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په داسې حال کې چې د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، د مرکز خصوصي پوهنتونونو / مؤسسو له مسؤلینو سره په ناسته کې د اصولو مراعاتولو، کیفیت لوړولو او علمي ډګر د پرمختګ لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ترې ویې غوښتل چې په خپلو پوهنتونونو او مؤسسو کې د عصري زده کړو تر څنګ، د شریعت اصول او اساسات مراعات کړي.
همدارنګه د دغه وزارت د څارنې او ارزونې ټيمونو هغه راپورونه او نیمګړتیاوې ورسره شریکې شوې، چې د ولایتي خصوصي تحصیلي بنسټونو نظارت څخه یې تر لاسه کړې وې، تر څو خپلو چارو ته متوجه شي او د ستونزو مخنیوی وشي. 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي تحصیلي بنسټونو له استازو وغوښتل چې خیالي محصلین ونه لري، با استعداده استادان وګماري او په خپلو ټولو چارو کې ملي او اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي. 
وروسته د خصوصي پوهنتونونو / مؤسسو استازو  د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د خپلو نیمګړتیاوو د ډکولو ډاډ یې ورکړ.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS