د خوست، پکتیا او پکتیکا پوهنتونونو اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو سره همکاري پیل کړې.

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۴:۵۱
s

د خوست، پکتیا او پکتیکا پوهنتونونو اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو سره همکاري پیل کړې.

د خوست، پکتیا او پکتیکا پوهنتونونو اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو د دیني او ملي روحیې له مخې، په خپلو سیمو کې له نن سهار راهیسې له زلزله ځپلو سره، د ټپیانو انتقال، ټپیانو ته د وینې ورکړې، د ناروغانو مراقبت او د مرستو رسولو په برخو کې همکاري پیل کړې او دوام لري.

دغه راز دوی له ټپیانو سره د لومړنۍ مرستې په موخه د طب پوهنځیو له طبي لوازمو هم ګټه پورته کړې ده.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له یادو کارکوونکو، استادانو او محصلینو څخه د مننې ترڅنګ، په ټولو اکاډمېکو ادارو او محصلینو غږ کوي، چې له یادو اړمنو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي د کابل دولتي او خصوصي پوهنتونونو له سمستروارو ازموینو لیدنه او څارنه وکړه.

۱۴۴۴/۱/۹
۱۴۰۱/۵/۱۶
د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي د کابل دولتي او خصوصي پوهنتونونو له سمستروارو ازموینو لیدنه او څارنه وکړه. 
د اکاډمیکو چارو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۹:۵۰
Background image

د جینوا کال مؤسسې د اسیايي هېوادونو رئیسې او ورسره پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه.

یاده ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت د مقام په تالار کې ترتیب شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۹:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست په هېواد کې د ټولو تحصیلي بنسټونو د اکاډمیکو چارو څارنه او ارزونه کوي.

۱۴۴۴/۱/۸
۱۴۰۱/۵/۱۵
د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست په هېواد کې د ټولو تحصیلي بنسټونو د اکاډمیکو چارو څارنه او ارزونه کوي. 
د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې. . .

BACK TO NEWS