د جینوا کال مؤسسې د اسیايي هېوادونو رئیسې او ورسره پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۹:۵۰
dssvsd

یاده ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت د مقام په تالار کې ترتیب شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د جینوا کال مؤسسې د اسیايي هېوادونو رئیسې ماري لوکین او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې د راغلي پلاوي په مشرۍ د جینوا کال مؤسسې د اسیايي هېوادونو رئیسې ماري لوکین د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو له همکارۍ مننه وکړه.
دغه راز اغلې لوکین زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت او جینوا کال مؤسسې ترمنځ د لا زیاتې اوګډې همکارۍ په موخه د تفاهمنامې لاسلیک ته اړتیا ده او د تفاهمنامې د ترتیب لپاره یې د یوه کاري ټیم جوړېدو غوښتنه وکړه.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له راغلي پلاوي د مننې ترڅنګ په هېواد کې د دوی فعالیتونه وستایل او د کاري ټیم جوړېدو، تفاهمنامې ترتیب، توحید او له توافق وروسته د لاسلیک ډاډ ورکړ.
ښاغلي حقاني دا هم وویل، چې افغانستان تازه له جنګه راوتلی دی؛ او اوس ټولو ته په کار ده چې، د هېواد په داخل او بهر کې افغانانو ته داسې زده کړه ایزې برنامې برابرې کړي، چې اسلامي او ملي ارزښتونه په کې نظر کې نیول شوي وي.

د معلوماتو له مخې، یاده مؤسسه يو سويسي بنسټ دی چې د تېرو شلو کلونو راهیسې د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د نړیوالو قوانينو په رڼا کې د بشر دوستۍ په اړه د پوهاوي د کچې د لوړاوي په برخه کې کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۹:۵۵
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې غوره څېړونکي او ممتاز محصلین د یوې ناستې په ترڅ کې وستایل.

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنې او علمي مجلې او د فرهنګي او نشراتي کمېټې په هڅو او نوښت  جوړه شوې ناسته کې د دې مؤسسې د ممتازو او غوره څېړونکو محصلینو کارونه او څېړنې وستایل شوې.
په. . .

شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

د روان کال د کانکور آزموینې د ښه ترسراوي او د هغې د شفافیت د تامین په موخه غونډه د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په مشرۍ جوړه شوه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په داسې حال کې، چې د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود، د هېواد د لوړو زده کړو مؤسسو له مسؤلینو او استازو سره. . .

شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۸:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هغه تحصیلي بنسټونه وستایل چې له تحول وروسته یې ستراتيژیک پلانونه تائید شوي دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د لغمان، وردګ او پکتیکا دولتي او د اراکوزیا، تاج او طلوع سعادت خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستاینې په ناستې کې وویل، چې له ستراتیژیک. . .

BACK TO NEWS