داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د پروژې سرلیک: د کابل طبي علومو پوهنتون د تدریسي روغتنونونو د ۷ قلمه طبي اړتیا وړ تجهیزاتو د پروژې ترتیب او تدارک

د داوطلبي شمېره:  NPA/MOHE/1400/G-2935/NCB

د ملي تدارکاتو اداره {NPA} د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کېږي، چې د کابل طبي علومو پوهنتون د تدریسي روغتنونونو د ۷ قلمه طبي اړتیا وړ تجهیزاتو د پروژې په ترتیب او تدارک کې ګډون وکړي او خپل سرتړلي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او چلنلارې سره سم وړاندې کړي.

شرطپاڼه له لاندې پتو www.npa.gov.af او یا  www.ageops.net انټرنټي پاڼې تر لاسه کړئ او د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴۰۰/۳/۳۰ د سهار تر ۱۰بجو پورې ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي

د آفر د ضمانت بیه (۱،۰۰۰،۰۰۰) یو میلیون افغانۍ ده.

د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.

بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي.

دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوند پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.

د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده

پته: د ا.ا.ج د چارو اداره د تدارکاتو ملي اداره، دویم پوړ، د تدارکاتو ملي ادارې ودانۍ، د کنفرانس خونه.

یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۱۷مه د سهار په ۱۰ بجو د سکایپ له لارې ترسره کېږي. د سکایپ پته: live:.cid.74b055a732aec83b

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/ATH/G-05
 د لوړو زده . . .

Back to tenders