په ننګرهار پوهنتون کې "د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس" چې د داخلي او بهرنیو هېوادونو استادانو په ګډون سره پیل شوی و، پای ته ورسېد.

eshaq_admin
Tue, Feb 13 2024 5:09 AM
ergtsdsd

د یاد کنفرانس د پای په مراسمو کې، چې د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ اړوند د ناکامورا پارک کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغې نړیوالې موضوع په اړه کنفرانس کې د بهرنیو او کورنیو څېړونکو استادانو او ټولو برخوالو د پراخ ګډون او د ننګرهار ولایتي مسؤلینو څخه د همکاریو له امله مننه وکړه.
نوموړي وویل " د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په تاریخ کې په لومړي ځل دغه ډول نړیوال کنفرانس ترسره شو، پکار ده چې په ملي او نړیواله کچه د داسې سترو موضوعاتو په اړه په جدیت او لیوالتیا سره تعامل وشي."

همدارنګه د بهرنیو هېوادونو څېړونکو او استادانو وویل چې افغانستان تېرو څلورو لسیزو کې له هره اړخه ځپل شوی هېواد دی او زموږ د موندنو او لیدنو په اساس باید له دې ولس سره مرستې وشي.
یادو استادانو دغه راز وویل چې افغانستان د اقلیم په خرابوالي کې هیڅ ډول برخه نه لري او برعکس یې زیانونه ګالي، د هغوی په وینا چې نوره نړۍ باید افغانانو سره په دا ډول بشري موضوعاتو کې سیاسي برخورد ونکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه درې ورځني نړیوال کنفرانس په وروستۍ ورځ هم (۴۱) څېړنیز پوسټرونه ارایه شول او کنفرانس د تندیسونو، تصدیقونو او ستاینلیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

Sun, Jul 13 2025 4:02 PM
Background image

The Acting Minister of Higher Education meets with the Ambassador of Japan

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, expressed gratitude for Japan’s assistance and cooperation in various areas,. . .

BACK TO NEWS