د هېواد د تحصیلي بنسټونو د انجنیري او کرنې پوهنځيو د فوق الېسانس پروګرامونو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پیل شو.

ameen_admin
Sun, Mar 12 2023 7:49 AM
sdfdsfsdfdsf

د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد وویل چې نصاب د ټولنې په  اصلاح او د محصلینو په رزونه کې ستره ونډه لري. نوموړي د نصاب پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې نصاب د هيواد پرمختګ او تعلیمي کچې لوړولو لپاره اساسي او بنیادي شرط دی.

همدارنګه یي وویل، چې الله تعالی دا دنیا او کاینات د ښې استفادې لپاره پیداکړي او موږ د کرنې او انجنیري مسلکونو په وسیله کولی شو، چې ښه استفاده ترې وکړو. نوموړي د هېواد خپلواکۍ ته په اشارې سره يې له استادانو وغوښتل چې په ازاد چاپېریال کې بحثونه وکړي او په تحصیلي نصاب کې ملي او اسلامي ارزښتونه مراعات کړي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل چې د هېواد او ټولنې پرمختګ په تعلیم او تحصیل او د تعلیم او تحصیل پرمختګ او معیاري کېدل په نصاب پورې تړلي دي. 

د یادولو وړ ده چې په دغه کلسټر کې به د انجنیري او کرنې پوهنځيو د فوق الېسانس پروګرامونو پر ۲۲ څانګو، د پنځو کاري ورځو په جریان کې  کار وشي. 

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS