د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کندهار پوهنتون له رهبرۍ او استادانو سره ناسته وکړه. 

ameen_admin
Sun, Oct 22 2023 6:03 AM
ufdsfuisdui


په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې موږ خپل ټول امکانات تاسو ته په اختیار کې درکړي، له تاسو مو هیله ده چې د ځوان نسل د روزنې په برخه کې ډېره هڅه او کار وکړئ. سرپرست وزیر زیاته کړه؛ اوسنیو معیارونو او اړتیاوو ته په کتو مو تحصیلي نصابونه جوړ کړي او دغه راز مو د محصلانو لپاره د عملي زده‌کړو او کاري فرصتونو پیداکولو په موخه له ګڼو سکتوري ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
وروسته د کندهار پوهنتون رئیس محمد اکرم شاه عاصم د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ووایه او له هغه یې مننه وکړه، چې د لوړو زده‌کړو د پرمختګ په موخه یې اړین ګامونه اخیستي. ښاغلي عاصم وویل چې د کندهار پوهنتون ټول استادان، اداري او خدماتي کارکوونکي د هيواد خدمت او د نظام ټينګښت ته پوره ـ پوره ژمن دي.
په پای کې د پوهنتون رهبرۍ او استادانو خپلې ستونزې او وړانديزونه له سرپرست وزیر سره شریک کړل او د سرپرست وزیر له لورې د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو او په اړونده برخه کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

BACK TO NEWS