د لوړو زده کړو سرپرست وزیر میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د میدان وردګ لوړو زده کړو مؤسسې له مسؤلینو او استادانو سره وکتل.  

ameen_admin
Mon, Oct 09 2023 5:11 AM
dfksdklfklds


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یوې ناستې په ترڅ کې د میدان وردګ لوړو زده کړو مؤسسې د مشرتابه او استادانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، هغوی ته یې د اداري او تدریسي چارو د غوره والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. 
 دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد تحصیلي بنسټ استادانو ته ډاډ ورکړ، چې وزارت مو هر اړخیز ملاتړ کوي او ترې ویې غوښتل چې په پوره اخلاص او ډاډمنه فضاء کې د هېواد د بچیانو سالمه روزنه وکړي. 
شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د میدان وردګ لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو او استادانو ته د ستونزو د حل او اړتیاوو پوره کولو ډاډ ورکړ. 
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو د ستونزو او تحصیلي جریان د لیدنې او څارنې په موخه ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي.  

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

BACK TO NEWS