د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د غوره انټرنېټي خدمتونو وړاندې کولو او همغږۍ په موخه د علمي پروګرامونو د پراختیا له ریاست سره ناسته وکړه.

nasir_admin
Sun, Jul 03 2022 11:45 AM
wqqfsa

۱۴۴۳/۱۲/۴

۱۴۰۱/۴/۱۲

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د غوره انټرنېټي خدمتونو وړاندې کولو او همغږۍ په موخه د علمي پروګرامونو د پراختیا له ریاست سره ناسته وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دغه وزارت تر چتر لاندې ټولو ریاستونو او دولتي پوهنتونونو ته د انټرنېټ او ټکنالوژۍ اړوند خدمات پر غاړه لري.

د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئیس انجنیر احمد ضیاء جبارخېل وویل، چې د ادارو تر منځ د همغږۍ او ستونزو د حل په موخه مو د وزارت په مرکز کې له ریاستونو سره ګډې ناستې پیل کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د نورو خدمتونو تر څنګ مو په ۱۴۰۱کال کې د مرکز هر ریاست ته د MIS مدیریتي معلوماتي سیسټمونه ایجاد کړي دي.

دغه راز د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر روح الله روحاني د ریاستونو تر منځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او ویې ویل چې موږ ټول د یوې موخې او یوه دولت لپاره کار کوو، نو پکار ده چې له یوبل سره په همکارۍ خپل کارونه مخ ته یوسو.

د یادولو وړ ده چې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست تر دې مخکې د مالي او حسابي، تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې او بشري سرچینو له ریاستونو سره هم د همغږۍ ګډې ناستې کړي دي.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

BACK TO NEWS