د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست د مرکزي پوهنتونونو شاوخواه ۵ زره محصلینو څخه د «تعلیم الاِسلام» د کتاب لوستنې سیالۍ ازموینه واخیسته. 

nasir_admin
Sat, Oct 12 2024 11:11 AM
Dhhbhgfdghb

 

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست له لوري د کابل، کابل طبي، کابل پولي تخنیک او کابل ښوونې او رزونې پوهنتونونو له شاوخواه ۵ زره محصلینو څخه د «تعلیم الاِسلام» د کتاب لوستنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه. 

د یادې ازموینې موخه د محصلینو دیني معلوماتو زیاتول، په محصلینو کې د مطالعې فرهنګ رایجول او د محصلینو ترمنځ د سالم علمي رقابت رامنځ ته کول دي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست مسؤلینو په وینا، د دغې ازموینې اول نومره ته د عمرې حج، له دویم تر لسم نومره یو یو لپټاپ کمپوټر او له یوولسم تر پنځوسم نومره ته بېلا بېلې ډالۍ په پام کې نیول شوي، چې د پایلو له اعلان وروسته به ورکړل شي. 

یاد ریاست تر دې مخکې د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو له محصلینو د تعلیم الاِسلام د کتاب لوستنې رقابتي ازموینې اخیستې وې او د هېواد په نورو تحصیلي بنسټونو کې هم د ورته ازموینو او سیالیو پلان لري. 

نېټه: شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۹ مه

۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۲۱مه

۲۰۲۴م، د اکتوبر ۱۲مه

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS