د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له افغان نړیوال پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال، د دغه پوهنتون مسؤلینو ته د کارونو د چټکتیا او د پوهنتون د رسمي پیل په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.

ameen_admin
ثلاثاء, فبراير 28 2023 10:42 صباحا
fdfsfdssdfdfsds

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغان نړیوال پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره په ناسته کې د هغوی د فعالیتونو، پروګرامونو، کاري پلانونو، غوښتنو او ستونزو د اورېدو تر څنګ، د دغه پوهنتون د کارونو پر چټکتیا او رسمي پیل ټینګار وکړ.  

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې له یاد پوهنتون څخه مو د لیدنې موخه د دغه پوهنتون د کارونو چټکتیا او رسمي پیلېدل دي. نوموړي زیاته کړه چې افغان نړیوال پوهنتون د تحصیلي نظام او افغانانو یوه جدي اړتیا ده او دغه پوهنتون کولی شي د مسلکي کادرونو په روزنې سره تر یوې کچې د مسلکي کادرونو له اړخه د هېواد ستونزې حل کړي.  

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې دغه وزارت د خپل توان تر کچې د افغان نړیوال پوهنتون له علمي او څېړنیزو پروګرامونو ملاتړ کوي او د ستونزو په حل کې یې ګام اخلي. 

د افغان نړیوال پوهنتون رئیس دوکتور رفیع الله عطاء د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له ورتګ څخه مننه وکړه او د دایمي او قراردادي استادانو، لابراتوارونو او اړتیا وړ کتابونو د کمښت، د علمي څېړنو لپاره ځانګړې بودیجه او نور د اړتیا وړ موارد د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریک کړل، چې د نوموړي له لوري د همکارۍ ژمنه ورسره وشوه.
  
د یادولو وړ ده چې افغان نړیوال پوهنتون د ماسټري او دوکتورا په کچه د هېواد ځوان نسل د روزنې په موخه جوړ شوی، چې اوسمهال د طب، انجنیري، کرنې او شرعیاتو پوهنځي لري. 

د یاد پوهنتون د مسؤلینو په وینا؛ په پام کې ده چې د افغان نړیوال پوهنتون درسونه په نېږدې راتلونکې کې پیل شي. 

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS