
بسم الله الرحمن الرحیم
“ګرانو هېوادوالو! د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه ملت د لوړو زده کړو په پیاوړي نظام پورې اړه لري. تېرو څلور لسیزو جګړو د ګران هېواد افغانستان د نورو برخو ترڅنګ تحصیلي او علمي بنسټونه هم زیانمن کړي وو، الحمدلله یو ځل بیا یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ژوند ساه واخیسته او د دې وخت راورسېده، چې په ګډه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د هېواد تحصیلي ځان بسیاینې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو. د دې لپاره چې په ځان بسیا افغانستان ولرو، اړینه ده څو د هېواد په تحصیلي بنسټونو داسې پانګونه وکړو، چې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر او د ټولنې اړتياوو ته ځواب ویونکي وي. زموږ موخه د هېواد د لوړو زده کړو د یو معیاري او با کیفیته سیسټم رامنځته کول دي، چې د ټولنې د غوښتنو په وړاندې ځواب ووایي او د سیمې او نړۍ په کچه د باور څښتن و اوسي. په درناوي.”
مولوي نداء محمد ندیم
د لوړو زده کړو وزیر
1402 لیندۍ ۱ - د معرفي په مراسمو کې

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، مرکزي رئیسانو، د دعوت او ارشاد مسؤولينو د اسلامي ثقافت استادانو ...
په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، مرکزي رئیسانو، د دعوت او ارشاد مسؤولينو د اسلامي ثقافت استادانو او د څانګو امرينو سره مهمه اصلاحي غونډه ترسره شوه ...

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو محراب جامع مسجد د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې
د یاد مسجد چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې، چې د کونړ یو شمېر ولایتي ادارو رئیسانو، د کونړ ولايت مقام استازي، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو پکې حضور درلود ...

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کندهار ابراهیم النخعي دیني جامعې څخه لیدنه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن مدني له یادې جامعې څخه د لیدنې ترڅنګ، د جامعې استادانو او فاضلانو ...

لوړو زده کړو وزارت له پرله پسې توصیو او اخطاریو وروسته ۷ خصوصي پوهنتونونه، چې خیالي محصلین یې درلودل ...
لوړو زده کړو وزارت له پرله پسې توصیو او اخطاریو وروسته ۷ خصوصي پوهنتونونه، چې خیالي محصلین یې درلودل او په فساد کې ښکېل وو، د یوه کال لپاره تعلیق او ۲ نور لغوه اعلان کړل.
د کندهار زون ۱۴۴۷هـ.ق کال علماء کرامو یو ورځنۍ ازموینې د لېسانس او ماسټري اسنادو وېش خبرتیا!
!د ننګرهار پوهنتون د بستونو خبرتيا
د ننګرهار پوهنتون د بستونو خبرتيا

د تدارکاتو خبرتیا!
د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۵ مالي کال د نویو شعباتو د تجهیزاتو د تدارک پروژې اعلان

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه.



