د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه او د یادې مؤسسې مسؤلینو او د لوګر مرستیال والي سره یې د مؤسسې د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۷:۱۰
Jsnbwbjjjs

 

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو او د لوګر مرستیال والي سره په خپلو خبرو کې د پوهنتون د شته ستونزو د هواري ژمنه وکړه او همدارنګه یې د پوهنتونو د استادانو د امتیازاتو د لوړولو ډاډ ورکړ. محترم شیخ صاحب وویل، چې یاده موضوع یې د امیرالمؤمنین حفظه الله وروسته د ا.ا.ا د رئیس الوزرأ سره هم شریکه کړې، چې د نوي مالي کال په رارسېدو سره به د استادانو د نورو ډېری ستونزو سربېره د استادانو د معاشاتو د کم والي ستونزې هم هوارې شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړه « د پوهنتونو هغه استادان چې د ځینو ستونزو پر بنسټ له هېواده بهر تللي، په پوره باور او ډاډ سره دې خپل هېواد او مسؤلیتونو ته را ستانه شي او په ګډه دې د هېواد د بچیانو په سالمه روزنه کې ونډه واخلي».

د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې رئیس دوکتور شفیق الله شفقت د مؤسسې د ټولو مسؤلینو په استازولۍ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ووایه او یادې مؤسسې ته د هغه په ورتګ یې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې اړوند ستونزې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

ورپسې د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع هم په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د شته ستونزو د هواري او هر اړخیزو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب له لورې د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

نېټه: چهار شنبه

۱۴۴۴/۵/۲۰هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۳.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۴م

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS