د لوړو زده کړو وزارت یو څلور کسیز پلاوي پکتیا پوهنتون ته سفر ترسره کړ

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۱۸:۲۸
د لوړو زده کړو وزارت یو څلور کسیز پلاوي پکتیا پوهنتون ته سفر ترسره کړ

سه شنبه، ۲۴ کب ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت یو څلور کسیز پلاوي پکتیا پوهنتون ته سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت رئیس شاکرالله وحیدي کوله، د پکتیا پوهنتون له رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده،  فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت او یو شمیر مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ په یاد پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ورکشاپ دایر کړ.
په یاد ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت رئیس شاکرالله وحیدي وویل: د هېواد په ټولو زونونو کې یې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ورکشاپونه دایر کړي او هغه معیارونه یې ورته واضیح کړي چې په اساس یې پوهنتونونه پرمختګ کولای شي.
د نوموړي په خبره، پوهنتونونه هغه وخت له کیفیت او اعتبار ورکونې څخه برخمن کیږي، چې له رئیس څخه تر عادي مامور پوري ټول خپل مسؤلیتونه ادا کړي.
بل لور ته د یاد پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې پکتیا پوهنتون ته خاص پاملرنه وکړي او هیله یې وښوده چې په راتلوونکي کې  یې په زون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه پیل شي.
د یادونې وړ ده ، چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې دغه ورکشاپونه د لومړي ځل لپاره د نوي نظام په راتلو سره د زونونو په کچه ورکول کیږي، چې نن سه شنبه او سبا چهارشنبه به په پکتیا پوهنتون کې دوام ولري.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS