د لوړو زده کړو په وزارت کې د هغو تحصيلي موسسو د ستونزو د حل په موخه غونډه ترسره شوه چې تر اوسه د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو په پروسه کې نه دي شامل شوي.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۷ - ۱۴:۱۲
نشستی به منظور حل مشکلات آنعده نهاد های تحصیلی که تا اکنون شامل پروسه اعتباردهی وزارت تحصیلات عالی نگردیده اند، در وزارت تحصیلات عالی برگزار گردید

د ۱۴۰۰کال د مرغومې ۷ مه
د لوړو زده کړو په وزارت کې د هغو تحصيلي موسسو د ستونزو د حل په موخه غونډه ترسره شوه چې تر اوسه د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو په پروسه کې نه دي شامل شوي.

دا غونډه د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په نوښت د هغو تحصیلي بنسټونو چې تر اوسه د اعتبار ورکولو په لومړني پړاو کې نه دي شامل شوي د پوهاوي په موخه جوړه شوې وه، چې په کې د تحصیلي بنسټونو شاوخوا ۵۶ استازو په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خېرخواه وويل، چې د هېواد د علمي پرمختګ لپاره اړېنه ده، چې د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونه او معيارونه د دولتي او خصوصي تحصيلي موسسو له خوا په جدي توګه تطبيق شي.
نوموړي زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت چمتو دی چې په هېواد کې د ځوانانو لپاره د زده کړو لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه د ده په وینا د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لاره د لوستو او مسلکي کسانو په روزلو پورې اړه لري.

همدا راز په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست سرپرست رئیس شاکر وحیدي وویل، چې د دې غونډې له جوړیدو یې موخه د هغو تحصیلي بنسټونو د ستونزو اورېدل و، چې تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي، چې د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو پروسه کې شامل شي.
ښاغلي وحیدي دا هم وویل چې، دغو بنسټونو ته به یو کال وخت ورکړل شي چې د اعتبار ورکولو په بهیر کې د شاملېدو لپاره د لازمو معیارونو سره ځانونه چمتو کړي.
په دې غونډه کې د کابل او ولایتونو د تحصیلي بنسټونو استازو د پرتو ستونزو د یادولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې، له دې فرصت څخه به په ګټې اخېستنې سره خپلې تحصیلي ادارې د لوړو زده کړو وزارت معیارونو سره سم برابرې کړي.
د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست سرپرست رئیس شاکر وحیدي ټینګار وکړ، چې  په دغه وزارت کې شته شرایطو او اسانتیاوو ته په کتو سره به د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د هوارولو لپاره اقدام وشي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS