د محصلانو د چارو معینیت شورا نوبتي غونډه وشوه

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۹:۲۹
ل

د زدکړیالانو چارو معیینیت شورا نوبتي غونډه د زدکړیالانو چارو معین سید فرهاد شهید زاده په مشرۍ جوړه شوه او په تحصیلي بنسټونو کې د حضوري درسونو د پیلېدو د څرنګوالي په اړه لازمې پرېکړې وشوې. په یاده غونډه کې تر ډېره د لوړو زده کړو کیفیت ساتلو په اړه او د مخکنیو تشدیدي سمسترونو ځینو نیمګړتیاوو د جبرانولو، د نافذ شویو روزنیزو مقررو مراعاتولو او د هغو مسایلو لپاره چې پلي کول یې په اوسني سمستر کې د محدودیتونو له امله ناشونې دي او د بدیل تدابیرو نیولو او د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د حضوري درسونو پر بشپړولو باندې بحث وشو او په دې برخه کې د حل لارو وړاندیز وشو. په پایله کې دوې وړاندیز شوې طرحې د سمسترونو او کرېډېټونو بشپړولو لپاره د هېواد د تودو او سړو ولایتونو په پام کې نیولو سره د لوړو سمسترونو لپاره د زدکړیالانو د ارتقا لپاره وړاندې شوې او پرېکړه وشوه چې دغه طرحې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ته وړاندې شي. په پام کې ده چې له دې وړاندیزو شویو طرحو څخه به یوه د دولتي چارواکو لخوا تر تصویب وروسته پلې شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS