د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو تر منځ د علمي او مسلکي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ياد هوکړه ليک له مخې به دواړه پوهنځي د پنځو کلونو له پاره د علمي پروګرامونو، څېړنو، وړتیا لوړونې، مقالو د چاپ او نورو علمي برخو کې له يو بل سره همکاري کوي.
یاد هوکړه ليک د ننګرهار پوهنتون د ريیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په حضور کې د شرعیاتو پوهنځي د ريیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب او د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ريیس پوهنیار نور محمد مزمل له خوا لاسلیک شو.
پوهنیار مزمل په تېر کې له کندهار پوهنتون سره د ننګرهار پوهنتون د علمي مرستو او همکاریو یادونه وکړه او د مننې تر څنګ یې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.
نوموړي وویل: «کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي اداره په نوموړي پوهنځي کې د ماسټري پروګرامونو د ایجاد، علمي ژورنال جوړېدو او نورو بېلابېلو علمي برخو کې د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي مرستې ته چې په یاده برخه کې کافي تجربه او اوږده مخینه لري، اړتیا لري.
د ننګرهار پوهنتون ريیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو تر منځ د متقابلو علمي اړیکو پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو تر منځ د هوکړه لیک په لاسليک کېدو خوښي وښوده او ښاغلي مزمل ته یې په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.