د هېواد یو شمېر خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت لخوا وستایل شول

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۵:۴۲
54623101000000000032132

هغه مراسم چې د هېوا د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو سره د همغږۍ او ستاینې په موخه جوړ شوي وو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم سربېره د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو ځینو رئیسانو د خصوصي تحصیلي نهادونو بنسټګرانو، مشرتابه او استادانو په کې ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په دغه مراسمو کې د انساني کرامت، اسلامي ارزښتونو او د اسلامي نظام د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې عالم هغه څوک دی چې د خپلې پوهې د زده کړې لړۍ ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې موږ باید هڅه وکړو چې دیني او عصري علوم په سمه توګه زده کړو څو خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړو.

د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر د هېواد د ځوان نسل د روزنې په برخه کې د خصوصي تحصیلي نهادونو د هڅو او زحمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې ټول خصوصي تحصیلي نهادونه د ستاینې او قدر وړ دي.

هغه د دې نهادونو مسؤلینو ته په خطاب کې وویل: «په ټولنه کې هېڅ شی د باور څخه ډېر مهم نه دی، هڅه وکړئ چې په خلکو او هېواد کې خپل باور وساتئ.»

لوړو زده کړو وزارت د دعوت او او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت او د علمي چارو د څارنې او ارزونې رئیس مولوي حافظ احمدالله حماد د علم او په هېواد کې د علم د خدمت اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې هر هغه څوک چې په دې هېواد کې په هر سکتور کې خدمت کوي د ستاینې او قدر وړ دی، او تاسو بختور یاست چې خپله سرمایه په هېواد کې د علم پیاوړتیا، پرمختګ او پراختیا لپاره مصرفوئ.

همداراز د خصوصي تحصيلي نهادونو په استازیتوب، استاد احمد جان پوپل خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې دوی به د امارتي تحصیلي نهادونو تر څنګ د هېواد د تحصیلي سیسټم په خدمت کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي او د پخوا په پرتله به لا ډېر کار وکړي. 

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د هېواد شپږو خصوصي تحصیلي نهادونو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا په بېلابېلو برخو کې د دوی د فعالیتونو او لاسته راوړنو له امله ستاینلیکونه ورکړل شول او هڅې یې وستایل شوې.

نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د شعبان المعظم ۲۰ مه
۱۴۰۳ هـ.ش د کب لومړۍ
۲۰۲۵م د فبروري ۱۹ مه

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS