په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د تودو ولایتونو د دولتي او خصوصي بنسټونو د اکاډمیک مهالوېش د بیاکتنې په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

baqir_admin
ل

د ۱۴۰۰ تحصیلي کال د سمستر پیل په اړه د هېواد تودو ولایتونو د لوړو زده کړو بنسټونو لخوا د لیکلو طرحو د استولو او د زدکړیالانو د پرله پسې غوښتنو پر بنسټ د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا روان کال د غویي د ۱۸مې نېټې په غونډه کې د هېواد په تودو ولایتونو د لوړو زده کړو بنسټونو د اکاډمیک مهالوېش د بیاکتنې په هکله پر دوه غوراویو پرېکړه وشوه چې په لاندې ډول دي:

لومړی غوراوی:

 د هېواد د تودو ولایتونو د لوړو زده کړو هغه دولتي او خصوصي بنسټونه چې روان کال د غویي په ۲۰مه یې د درسونو د پیلېدو غوښتنه کړې، که چېرې لاندې شرایط بشپړ کړي نو په یاده نېټه سمستر پیلولای شي:

د لېسانس روزنیزې مقررې د ۱۳مې مادې مراعاتول او په حضوري توګه د ۱۶ درسي اوونیو بشپړول؛

په حضوري توګه د درسونو مخته وړلو کې د ټولو کیفي معیارونو مراعاتول؛

د اوړي په ورځو کې د ټولګیو مخته نه وړلو او په دغو پوهنتونونو کې د اسانتیاوو نشتوالي له مخې د تودو ولایتونو د هوا شرایطو په پام کې نیولو د زدکړیالانو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول؛

د کورونا ویروس درېیمې څپې د پراختیا مخنیوي کې د لازمو وقایوي تدابیرو مراعاتول؛

د دغو ولایتونو د هوا متفاوتو شرایطو کې د اسانتیاوو نشتوالي په برخه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په شپېځایونو کې د شاملو او له شپېځایونو څخه بهر په شخصي خونو کې د زدکړیالانو د ستونزو په پام کې نیولو سره د اړینو اسانتیاوو برابرول؛

د نورو اکاډمیکو او اداري مسوولیتونو په منلو سره د حضوري ټولګیو ترسره کولو په موخه د تحصیلي بنسټ د علمي شورا له لارې د سمسترونو د پیل او پای په تفکیک سره د هغه تحصیلي بنسټ د ۱۴۰۰ تحصیلي کال لپاره د څرګند اکاډمیک مهالوېش وړاندې کول؛

دویم غوراوی:

د لوړو زده کړو هغه دولتي او خصوصي بنسټونه چې په اړوند ولایت کې د هوا شرایطو له مخې د دغې طرحې د لومړي نمبر پرېکړې سره سم لازمې اسانتیاوې نه شي برابرولای، مکلف دي چې د لېسانس دورې روزنیزې مقررې ۱۳مې مادې پر بنسټ د مشرتابه شورا د روان کال د غویي ۱۱مې نېټې پرېکړې سره سم اکاډمیک مهالوېش پلی کړي.

یاداښت:

-1 د یادونې وړ ده چې د هېواد سړو ولایتونو د لوړو زده کړو ټول دولتي او خصوصي بنسټونه مکلف دي چې د تحصیلي بنسټونو د حضوري درسونو د بشپړولو په برخه کې د روزنیزې مقررې دیارلسمې مادې په رڼا کې د اکاډمیک مهالوېش په هکله د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا د روان کال د غویي ۱۱مې نېټې پرېکړه او د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا د روان کال د غویي ۶مې نېټې پرېکړه پلې کړي. د اکاډمیک مهالوېش په ځانګړې توګه د مني په سمستر کې د پلي کولو د څرنګوالي جزئیات د بودجې او هوا محدودیتونو پر بنسټ په رسمي توګه استول کېږي.

-2 په هېواد کې د لوړو زده کړو په کچه د نظم او همغږۍ رامنځته کولو لپاره د لوړو زده کړو هېڅ بنسټ (خصوصي او دولتي) د لېسانس روزنیزې مقررې ۱۳مې مادې درېیم بند پر بنسټ اجازه نه لري چې په خپل سري توګه په ۱۴۰۰ تحصیلي کال کې د پورتنیو غوراویو څخه جلا اکاډمیک مهالوېش تنظیم کړي.

-3 د اکاډمیکو چارو د ارزونې ریاست د پورته پرېکړو پلي کول وڅاري او په دوامداره توګه خپل راپور د زدکړیالانو چارو معینیت شورا او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ته وړاندې کړي.

 

د لوړو زده کړو وزارت

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۷ - ۷:۱۲
Background image

د ټولو خصوصي پوهنتونونو محترمو رئیسانو او مؤسسینو ته!

اَلسَلامُ عَلَيْڪُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!

هيله ده، چې خوښ، خوشحاله او د ژوند په ټولو ديني او دنیوي چارو کې به بریالي یاست

محترمو! د کورونا ویروس دخپریدواو وروستیو تحولاتو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۴:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه

د ګرانو هېوادوالو او درنو رسنیو د پام وړ!

ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر جلالتمآب شیخ عبدالباقي حقاني په ټولنیزو رسنیو کې کومه رسمي پاڼه نه . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۲:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

د هېواد د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو محصلینو د پام وړ!

د لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو . . .

Back to announcements